Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

کولو د کوشش کولو پۀ ذريعه * د مور پلار پۀ خِدمت کولو * د خوږ نبي، ښه نبي، رښتوني نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّتو اختيارولو * پۀ ګيره پريښودو * د عمامې پۀ سر کولو * د الله پاک پۀ لار کښي پۀ سفر کولو * د نيکۍ پۀ دعوت عام کولو * پۀ مَدَني قافلو کښې پۀ سفر کولو * پۀ نيک اعمالو باندې د استقامت پۀ ذريعه * غرض هر هٰغه کار کوم چې جنَّت ته بوتللو والا دے چې مونږ په هغې کښي تادي وکړو، د هغې کارونو پۀ لور پۀ منډه لاړ شو، د دې پۀ برکت به د جنَّت پۀ لور وړاندې ځو۔ الله پاک دې مونږ ته د جنَّت شوق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

دا د ټوقو وخت نه دے۔۔۔!!

د کربلا والؤ د جنَّت سره څومره شوق وو، يو روايت واورئ! پۀ 10 مُحَرَّم شريف سحر چې بس جنګ شروع کيدو والا وو، د دې نه لږ شان د مخکښې وخت خبره ده، حضرت عبد الرحمان بن عبدُ الرَّبّ او حضرت بَرِير هَمدَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما يو ځائے ولاړ وو، حضرت بَرِير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عبدُ الرحمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د خوش طبعۍ والا خبرې شروع کړې۔ حضرت عبد الرحمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: بَرِير! دا کوم وخت دے د داسې خبرو کولو۔۔۔؟ اوئې فرمائيل: زما قوم ته معلومه ده چې زۀ سنجيده انسان يم خو پۀ خدائے مې دې قَسم وي! دا وخت زۀ ډير خوشحاله يم، اوس به مو بس لږ سعت پس شهادت نصيب شي او مونږ به جنَّت ته لاړ شو۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! شوق ته وګورئ چې څومره ځانګړے دے! مخې ته يـې 12 زره لښکر ولاړ دے، شهادت بالکل يقيني دے، د دريو ورځو راسې اوبه بندې دي، مشکلاتو د هر اړخ نه راګير کړي دي، بعضې خلق د کربلا د واقعې بيانولو سره کربلا والا ډير ناچاره، ډير بے وَسه ښائي، خو حالت څۀ وو؟ دا خوش قِسمته د الله پاک پۀ رضا باندې راضي او د زړۀ نه خوشحاله وو، پۀ خپل


 

 



[1]... تاریخ طبری، السنۃ الحادیۃ و الستون، فیہا مقتل الحسین، جلد:3، صفحہ:318 مفہوماً۔