Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

اے موسیٰ! د نيکۍ خبرې پخپله هم زده کړه او نورو ته يـې هم وښايه چې زۀ به د نيکۍ زده کوونکو او ښودونکو قبرونه روښانه کووم د پاره د دې چې د هغوئي سره هيڅ قِسمه ويره نه وي۔ ([1])

د مبلغينو قبرونه به روښانه وي

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې روايت نه د نيکۍ د خبرو زده کولو او ښودلو اجر او ثواب معلوم شو۔ سُبْحٰنَ اللہ! څوک چې د سُنَّتو نه ډک بيانونه کوي، دَرس ورکوي او اوري، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغوئي خو به پۀ مزو سر وي، که الله پاک وغوښتل نو ضرور به د هغوئي قبرونه روښانه وي، څوک چې د نيکۍ دعوت عام کوي، پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر پۀ ذريعه د نيک اعمال ترغيب ورکوي، د سُنَّتو نه پۀ ډکو اجتماعاتو کښې د شرکت دعوت ورکوي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغوئي قبرونه به هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور پۀ برکت نُورٌ عَلى نورٌ وي۔

 قبر میں لہرائیں گے تاحَشر چشمے نور کے                  جلوہ فرماہوگی جب طَلعَت رسول اللہ کی

جنَّت ته داخليدل او د تيرو ګناهونو کفّاره

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! هٰغه اِسلامي وروڼه کوم چې د عِلمِ دِين زده کولو پۀ نيت پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کوي، د هغوئي د پاره جنَّت ته د داخليدو او د تيرو ګناهونو د کفارې زيرے دے۔ (1): د حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: مَنْ غَدَا وَ رَاحَ وَ ہُوَ فِیْ تَعْلِیْمِ دِینِہٖ فَہُوَ فِی الْجَنَّۃِ يعنې څوک چې د خپل دِين د عِلم زده کولو د پاره سحر يا ماښام لاړ شي، هغۀ جنَّتي دے۔ ([2])  (2): پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: کوم کَس چې عِلم لټوي، نو دا کار به د هغۀ د تيرو ګناهونو کفاره شي۔ ([3])


 

 



[1]... حلیۃ الاولیا، جلد:6، صفحہ:5، رقم:7622۔

[2]... حلیۃ الاولیا، جلد:7، صفحہ:295، رقم:10581۔

[3]... ترمذی، کتاب العلم، باب فضل طلب العلم، صفحہ:624، حدیث:2648۔