Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورور مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: چې کله حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زخمي شو او زمکې له يـې تشريف يوړلو نو هغوئي اِمامِ عالي مقام اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اواز وکړو، اِمامِ عالي مقام ناقلاره شو او تشريف يـې وروړلو، د يزيديانو سره پۀ جنګيدو يـې خپل ننګيالي له ځان ورسولو، حضرت حُر يـې د ميدان نه راوچت کړو، د خيمې خوا له يـې تشريف يوړلو او سُبْحٰنَ اللہ! اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سَر پۀ خپله مبارکه غيږه کښې کيښودو، ډير پۀ مَحَبَّت يـې د هغوئي تَندے او مخ صفا کړو، حضرت حُر لا ژوندے وو، هغوئي سترګې وغړولې، مُسکے شو او اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته يـې وکتل او عرض يـې وکړو: حُضُور۔۔۔!! اوس خو تاسو زما نه خوشحاله يئ؟ اِمامِ عالي مقام ووفرمائيل: آؤ! زۀ راضي يم، الله دې هم ستا نه راضي شي۔۔۔!! حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا زيرے واوريدو او هم د دې سره د هغوئي رُوح د هغوئي د بدن نه پرواز وکړو۔ ([1])

آرزو یہ ہے کہ نکلے دم تمہارے سامنے                  تم ہمارے سامنے ہو ہم تمہارے سامنے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د جنَّت پۀ لور وړاندې تلل د همت خبره ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک دې د حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قرباني قبوله کړي، لږ غور وکړئ چې دا څومره د همت خبره ده۔۔۔!! حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يقيني معلومه وه چې د يزيد د لښکر نه د وتو مطلب شهادت دے * د هغوئي اولاد هم وو * کور والا يـې هم وو * هغوئي ته معلومه وه چې زما يوه فيصله به زما بچي يتيمانان کړي * د دې باوجود هغوئي څومره همت وکړو * يو خوا عهده ده * منصب دے * عزت دے * شُهرت دے * دولت دے * او بَل خوا جنَّت دے * هغوئي عهده * منصب * دولت * عزت وغيره هر څۀ پريښودل او د جنَّت پۀ


 

 



[1]... آئینہ قیامت، صفحہ:67۔