Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

مينځ کښي يـې خوش طبعي کوله او پۀ کومه خبره خوشحاله وو۔۔۔!! چې ډير زر به مو شهادت نصيب شي، پۀ اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې به ځان قربانول نصيب کيږي او مونږ به د جنَّت د مالک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کَرم سره جنَّت ته ځو۔

شہادت ہے مطلوب و مقصودِ مؤمن                             نہ   مالِ   غنیمت،   نہ   کِشْور   کُشَائی([1])

وضاحت: د مؤمنانو شان دا دے چې نۀ دوئي مالِ غنيمت غواړي، نۀ جنډې لګول غواړي، د دوئي مقصد، د دوئي مطلوب خو صرف دا وي چې د الله پاک پۀ نوم باندې ځان قربان کړي او پۀ دې وجه کامياب شي۔

د صحابئ رسول د جنَّت سره شوق

د حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي: د غزوۀ اُحُد موقع وه، يو کَس پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو، عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو څۀ فرمايئ: که زۀ د الله پاک پۀ لار کښې جنګيږم او شهيد شم نو چرته به ځم؟ اوئې فرمائيل: جنَّت ته۔ راوي وائي چې د هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره هٰغه وخت پۀ لاس کښې کجورې وې، هغوئي هٰغه کجورې هم اونه خوړلې، د جنګ ميدان ته لاړو او د غير مسلمو سره پۀ جنګيدو کښې شهيد شو۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره د کمال شوق دے۔۔۔!! پۀ لاس کښې يـې کجورې دي خو پۀ صحابئ رسول جنَّت ته د تللو تادي وه، پۀ يو څو کجورو خوړلو به څومره وخت لګي، يو څو سيکنډه يا يو منټ به پرې لګي خو جنَّت ته پۀ تللو کښې چې دومره هم ايسار شي، دا د صحابئ رسول هم خوښه نه وه۔

اَللہُ اَکْبَر! زمونږه حال څۀ وي۔۔۔!! د رَمَضَانُ المُبَارَک نه به نـمونځونه شروع کووم۔ د جُمعي پۀ ورځ به توبه کړم، د سبا نه به دا کار کووم؟ مونږ به د رَمَضَانُ المُبَارَک


 

 



[1]... کلیاتِ اقبال (اردو)، بالِ جبریل، صفحہ:432 ۔

[2]...  بخاری، کتاب المغازی، باب غزوۃ احد، صفحہ:1017، حدیث:4046۔