Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو نه علاوه ما د بَل چا نه طمع نه ده ساتلې، نۀ څوک داسې شته چې د هغۀ نه طمع وساتلے شي، زما خو بَس هم تاسو آسرا او سهارا يۍ، پۀ تاسو دې کروړونه درودونه وي۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ځان قربانول

د 61 هجرۍ خبره ده، د مُحرَّم شريف مياشت وه، 10 تاريخ وو، د جُمعې ورځ وه، د کربلا پۀ ميدان کښې د اهلِ بيتِ اَطهَار امتحان وو۔ اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې د اهلِ بيتو د قافلې مشر وو، هغوئي د پوهه کولو آخري کوشش (يعنې د آخري خبرداري) د پاره د يزيديانو ظالمانو مخې ته تشريف يوړلو، کم او زيات 12 زره لښکر يـې مخې ته ولاړ وو، د دې باوجود د هغوئي پۀ مخ مبارک باندې هيڅ ويره ترخه نه وه، هغوئي ميدان ته تشريف يوړلو، د يزيد فوځ يـې د الله پاک د عذاب او د دوزخ د وور نه ويرولو، هغوئي ته يـې ووئيل چې زۀ حُسَين (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) يم، ستاسو د نبي نمسے يم، د سيده پاک بَتُول زَهرَاء رَضِىَ اللهُ عَـنْها شهزاده يم، دا ظلم مۀ


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔