Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron
کربلا تیری بہاروں کو سلام جاں نثاری کے نظاروں سلام
قاسِم و عبّاس پر ہوں رحمتیں کربلا کے شہسواروں کو سلام
جس کسی نے کربلا میں جان دِی ان سبھی ایمانداروں کو سلام
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ کربلا کښې د ځان قربانوونکو عبادت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ کربلا کښې د ځان قربانوونکو کردار ډير اوچت وو، هغوئي ډير عبادت ګزاره، نيکان او پرهيزګاران وو۔ پۀ تاريخِ طَبري کښې روايت دے: د کربلا د واقعې پۀ آخرۍ شپه (يعنې د کومې شپې پۀ سحر چې د کربلا واقعه راپيښه شوه) د کربلا ټولو اهلِ بيتو دا شپه پۀ عبادت او رياضت کښې تيره کړله، دې خوش قِسمتو به پۀ دې شپه کله نفل نـمونځونه کول، کله به يـې توبه او اِستِغفَار کولو او کله به يـې د الله پاک پۀ حُضُور کښې پۀ ژړا ژړا دعاګانې کولې۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! د کربلا والؤ څومره ذوق دے ۔۔۔!! دښمن يـې مخې ته ولاړ دے، اوبه بندې دي، حالات او واقعات دا بيانوي چې د ژوند بس آخري شپه ده، د هر اړخ نه مشکلاتو او پريشانو راګير کړي دي او دا د الله پاک نيکان بندګان دي چې پۀ ذوق او شوق کښې يـې هر مشکل او هره پريشاني هيره کړې ده او د خپل رَبّ پۀ لور يـې توجُه کړې ده او ولاړ دي۔
یہ غازی، یہ تیرے پُراَسْرَار بندے جنہیں تُو نے بخشا ہے ذوقِ خُدائی
دو عالَم سے کرتی ہے بیگانہ دِل کو عجب چیز ہے لذّتِ آشنائی
شہادت ہے مطلوب و مقصودِ مؤمن نہ مالِ غنیمت، نہ کِشْور کُشَائی([2])
وضاحت: يعنې اے کريم مالکه! دا غازيان هم ستا څۀ عجيبه بندګان دي، پۀ دوئي