Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

د دُنيا حاصلولو د پاره سفر

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لږ غور خو وکړئ چې نن سبا خلق د مال زياتولو د پاره د خپل ښار نه بَل ښار، د خپل ملک نه بَل ملک ته ځي * د مور پلار * خوئيندو وروڼو * او د بال بچ نه پۀ کلونو لرې پراته وي۔ آه! نن سبا د دُنيا حاصلولو د پاره زياتره خلق قِسما قِسم قربانۍ ورکوي خو د دومره عظيمُ الشان اَجر او ثواب د زيري باوجود د الله پاک پۀ لار کښې د يو څو ورځو د پاره پۀ مَدَني قافله کښې سفر کولو ته تيار نه وي۔

لږ سوچ خو وکړئ چې صحابۀ کرامو، اهلِ بيتِ پاک او د کربلا شهيدانو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د الله پاک پۀ لار کښې څومره قربانۍ ورکړې دي، د الله پاک پۀ لار کښې پۀ سفر کولو کښې يـې ښه پوره حصه واخسته، دا هم د هغوئي د قربانو برکت دے چې نن سبا پۀ دُنيا کښې پۀ هر لور د دِينِ اِسلام سپرلي دي، بهر حال! يو خوا صحابۀ کرام او اَهلِ بيت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دي د چا ژوند چې د دِين د سر لوړي د پاره وقف وو او بل خوا مونږه غافلان خلق يو د چا شپه ورځ چې صرف او صرف هم د دُنيا د ترقۍ د پاره لکه چې وقف وي۔

مونږ له هم همت کول پکار دي، مونږ له هم د ايماني جذبي ثبوت ورکول پکار دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول پۀ ځانګړي انداز کښې د کربلا والؤ قربانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي، د الله پاک پۀ فضل سره د کربلا د شهيدانو د ايصالِ ثواب د پاره هر کال هم پۀ 8، 9 او 10 مُحَرَّم شریف مَدَني قافلې سفر کوي، تاسو هم همت وکړئ! د ايماني جذبې ثبوت ورکړئ او د کربلا والؤ د ايصالِ ثواب د پاره د مَدَني قافلې مسافر جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او دُنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔

لوٹنے رحمتیں قافلے میں چلو                                                                    سیکھنے سنتیں قافلے میں چلو

قرض ہو گا ادا، آ کے مانگو دُعا                                                                پاؤ گے برکتیں قافلے میں چلو