Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

د اِمامِ عالي مقام اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د هغوئي د ملګرو پۀ وسيله دې الله پاک مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسةُ الـمدينه بالِغان

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حاصلولو او د اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره د مَحَبَّت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط کړئ! د ذيلي حلقے پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پۀ شوق برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه درنصيب شي۔ د ذيلي حلقے پۀ 12 ديني کارونو کښې  يو ديني کار: مدرسةُ الـمدينه بالِغان هم دے۔

* پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ تاسو کښې بهتر هغۀ دے څوک چې قرآن زده کړي او [نورو ته يـې] وښائي۔ ([1])  * قرآنِ کريم د الله پاک کتاب دے * د بندګانو پۀ نوم د رَبِّ کريم پيغام دے * خو افسوس چې نن سبا مسلمانان د قرآنِ کريم نه ورځ پۀ ورځ لرې کيږي * ډير خلق پۀ کتلو هم صحيح قرآنِ کريم نه شي لوستلے * څوک يـې چې لولي هغوئي هم پۀ تجويد او مخارج کښې داسې غلطيانې کوي، چې د هغې پۀ وجه يـې نـمونځ هم نه کيږي۔ * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ مدرسة الـمدينه بالغان کښې يواځې قرآنِ کريم نۀ ښودلے کيږي بلکې * فرض عُلوم * د نـمونځ اَحکام * مختلفې دُعاګانې * سُنَّت او آداب * د دَرس او بيان طريقه * او د مسئلو ښودلو سره سره د الله پاک د ويرې او د عشقِ رسول د نمونې جوړولو کوشش هم کولے شي۔


 

 



[1]... بخاری، کتاب فضائل القرآن، باب خیرکم من ...الخ، صفحہ:1299، حدیث:5027۔