Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron
پورې ژوندي پاتې شو، دا ګارنټي د چا سره ده؟ سبا چا ليدلے دے، جنَّت ته تلل دي، جنَّت ته بوتلونکي کارونه کول دي، پۀ دې کښې يو منټ هم ناوخته کول نه دي پکار، د جنَّت پۀ لور هم نن او د اوس نه سفر شروع کول پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
راځئ چې د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نيکه بابا جان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې درخواست پيش کړو:
گھر چھٹے یا سَر کٹے پَر گم نہ ہو دِین کی دولت اے نانائے حُسَین!
ہُوں گُنَاہوں کا مریضِ دائمی دُور ہو شامت اے نانائے حُسَین!
واسطہ غوث و رضا کادُور ہو ہر بُری خصلت اے نانائے حُسَین!
نیکیوں میں دِل لگے ہر دَم، بَنا عامِلِ سُنّت اے نانائے حُسَین!
میں گُنَاہوں سے سدا بچتا رہوں کیجئے! رحمت اے نانائے حُسَین!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ کربلا کښې ځان قربانوونکو ته سلام
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مُحَرَّم شريف مبارکې ورځې دي، د اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د کربلا د واقعې يادونه پۀ زړونو کښې تازه دي۔ څومره خوش قِسمته دي هٰغه خلق د اوچتې مرتبے خلق څوک چې د کربلا پۀ ميدان کښي د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره وو، د هغوئي د اوچت دِيني مقصد د پاره يـې خپل ځانونه قربانول۔
بعضې وخت پۀ ذهنونو کښې خيال راځي چې دا ټول خلق کوم چې پۀ کربلا کښې شهيدان شول، دا ټول اهلِ بيت وو بلکې بعضې نادانه اعتراض هم کوي چې پۀ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کښې خو هيڅوک هم د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره نه وو۔ دا غلطه خبره ده او د معلوماتو د کمي له وجهې ده * اول خو وګورئ چې اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خو د جنګ د پاره کربلا ته نه وو راغلے، آيا د جنګ د پاره چې څوک ځي