Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron
اجازت وغوښتو او د جنګ ميدان ته لاړو۔
اَللہُ اَکْبَر! پۀ ځلمي کښې د اهلِ بيتو مَحَبَّت او د جنَّت شوق پۀ موجونو وو، يزيديان ظالِمان يـې مخې ته راځي، حضرت وَهب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي د مولو او ګاځرو پۀ شان کټ کوي، آخر د تورو زړونو خاوندانو يزيديانو پۀ هغوئي باندې يو دَم حمله وکړه، هغوئي زخمي شول او زمکې له يـې تشريف يوړلو، فوراً يو يزيدي ظالِم راوړاندې شو او د هغوئي سر يـې د تَن نه جُدا کړو۔ د هغوئي سَر د هغوئي مور بي بي پۀ خپله جولۍ کښې کيښودو، د مَحَبَّت نه يـې پرې لاس راښکل او اوئې وئيل: ځويه! اوس ستا مور ستا نه راضي شوه، بيا د هغوئي سَر د تازه راواده شوې ناوې پۀ غيږه کښې کيښودے شو، ناوې هم هٰغه وخت سلګې ووهلې او د هغې رُوح هم پرواز وکړو۔ ([1])
سُر خروئی اسے کہتے ہیں کہ راہِ حق میں سر کے دینے میں ذرا تو نے تَأَمُّل نہ کیا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې د اهلِ بيتِ اَطهَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم مَحَبَّت او د شهادت جذبه هم څومره عظيم نعمت دے، صرف د 17 ورځو د واده ځلمے وو او د کربلا پۀ ميدان کښې د دښمنانو د غټ لښکر سره جنګيدو او د شهادت مرتبه يـې حاصله کړه او د جنَّت حقدار جوړ شو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې د دِين پۀ خاطر د قربانۍ د پاره هميشه تيار اوسو، چې کله هم د دِين د پاره د قربانۍ موقع راځي نو بالکل شاته نه پاتې کيږو، پۀ خوشحالۍ سره، پۀ استقامت او حوصلې سره، د ډيرې بهادرۍ او شان سره قرباني ورکوو، د دې چې به کوم انعام ميلاؤيږي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مزې به مو وي۔ راځئ چې زۀ تاسو ته د الله پاک پۀ لاره کښې د ورکړے شوې يوې عظيمې قربانۍ او پۀ هغې باندې د ميلاؤ شوي انعام پۀ باره کښې وايم۔