Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا صفتونه کوم چې پۀ دې آيتونو مبارکو کښې بيان کړے شول، د کربلا پۀ شهيدانو، د اِمامِ عالي مقام اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ننګيالو کښې موجود دي، دا هٰغه خوش قِسمته دي * چا چې دِين د يزيدي فتنې نه د بچ کولو د پاره خپل کور کلے پريښودو * د کربلا ميدان ته لاړل * د ظلم زور د طوفانونو مخې ته لکه د غر ودريدل * د صبر او برداشت يـې يو عظيم مثال قائم کړو او * د الله پاک پۀ لار کښې وجنګيدل او د شهادت مرتبه يـې حاصله کړه۔

د کربلا شهيدان به بے حسابه جنَّت ته ځي

پۀ روايت کښې دي: د جنګِ صِفِّين موقع وه، د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کربلا پۀ ميدان تيريدلو، دلته هغوئي د سحر نـمونځ ادا کړو، بيا يـې د دې ميدان نه يو موټے خاوره راواخستله، هغۀ يـې بوئي کړه، بيا يـې د درد نه پۀ ډکه لهجه کښې ووئيل: اَوه۔۔۔! اَوه۔۔۔!! دا هٰغه ځائے دے چرته چې به يوه ډله شهيده کولے شي، هٰغه ټول به بغير د حساب نه جنَّت ته داخليږي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د کربلا د شهيدانو۔۔۔!! د دې روايت نه د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عِلمِ غيب هم واضحه دے چې کومه واقعه به څو کاله پس کيدله، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د وړاندې نه د هغې خبر ارشاد کړو۔

یہ شان ہے اُن کے غُلاموں کی          سرکار کا عالم کیا ہو گا...؟

بيا د دې روايت نه دا هم معلومه شوه چې د کربلا ټول شهيدان که هغه اهلِ بيتِ اَطهَار دي او که صحابۀ کرام يا تابعين، کومو خوش قِسمتو چې پۀ اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپل ځانونه قربان کړل، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټول به بغير د حساب نه جنَّت ته داخليږي۔


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:14، صفحہ:199۔