Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

حضرت مولیٰ علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِيصالِ ثواب د پاره غلامان ازادول۔ ([1]) * حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپلې مور بي بي د وفات نه پس د هغې د اِيصالِ ثواب د پاره د اوبو کوهے وکنستو۔ ([2])

 اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکي: * د ايصالِ ثواب لفظي معنٰی دہ: ”ثواب رَسَوَل“ دې ته ”ثواب بخښل“ هم وئيلے شي خو د بزرګانو د پاره ”ثواب بخښل“ وئيل مناسب نه دي، ”ثواب نذرانه کول“ وئيل ادب ته ډير نزدې دي۔ * فرض * واجب * سُنَّت * نفل * نـمونځ * روژې * زکوٰۃ * حج * تلاوت * نعت شريف * ذِکرُ الله * دُرُود شريف * بيان * دَرس * مَدَني قافله کښې سفر * علاقائي دورې * د ديني کتاب لوستل * د نيکئ دعوت وغيره هر نيک کار ايصالِ ثواب کولے شې۔ * د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فاتِحه خوړلو ته تعظيماً ”نَذر و نياز“ وئيلے شي او دا جائز دے، دا مالدارن او غريبانان ټول خوړلے شي * د نياز او د ايصالِ ثواب پۀ ډوډۍ د فاتحه لوستلو د پاره څوک رابلل يا پۀ بهر ميلمه باندې خوړل شرط نه دے، د کور خلق که پخپله فاتحه ولولي او اوئې خوري بيا پکښې هم هيڅ باک نشته * جومات يا مدرسے جوړول د صَدَقۀ جارِيَّه او ايصالِ ثواب بهترينه ذريعه ده۔ ([3])

 د مُحَرَّم شريف پۀ مناسبت سره د مختلفو کتابونو او رسالو مثلاً * محرم کے فضائل * فیضانِ اہلِ بیت * کربلا کا خونی منظر * سوانح کربلا * آئینہ قیامت * حُسینی دولہا * اِمامِ حُسین کی کرامات لوستلو او تقسيمولو سره هم ايصالِ ثواب کيدے شي۔

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر


 

 



[1]... مصنف ابن ابی شیبۃ، کتاب الجنائز، باب ما یتبع المیت بعد موتہ، جلد:3، صفحہ:262، حدیث:12۔

[2]... ابو داود، کتاب الزکاۃ، باب فی فضل سقی الماء، صفحہ:274، حدیث:1681 مختصراً۔

[3]... فاتحہ اور ایصال ثواب کا طریقہ، صفحہ:12-18 ملتقطاً۔