Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

نيکو ثواب ميلاويږي۔ ([1]) * د قرآنِ کريم لوستلو سره رحمت نازليږي، فرښتے پرې پۀ وزرو باندې سورے کوي، سکينه نازليږي۔ ([2]) * څوک چې سحر د قرآنِ کريم ختم وکړي نو تر ماښامه او څوک چې ماښام ختم وکړي نو تر سحره پورې فرښتے د هغۀ د پاره د رحمت دعاګانې کوي۔ ([3]) * د قيامت پۀ ورځ به قرآنِ کريم د خپل لوستونکي د پاره شفاعت کوي۔ ([4]) * د قرآنِ پاک قاري به قرآنِ کريم لولي او د جنَّت درجو ته به خيژي۔ ([5]) * څوک چې پۀ نـمونځ کښې پۀ ولاړه د قرآنِ کريم تلاوت وکړي د هغۀ د پاره د هر حرف پۀ بدل کښې 100 نيکۍ دي او څوک چې پۀ نـمونځ کښې پۀ ناسته تلاوت وکړي د هغۀ د پاره د هر حرف پۀ بدله کښې 50 نيکۍ دي او څوک چې د نـمونځ نه علاوه پۀ اوداسه کښې تلاوت وکړي د هغۀ د پاره 25 نيکۍ دي او څوک چې بغير د اوداسه نه تلاوت وکړي د هغۀ د پاره 10 نيکۍ دي۔ ([6]) * د قرآنِ پاک قاري د اِسلام جنډا نيوونکے دے۔ ([7]) * د قرآنِ کريم قاري د الله پاک خاص بنده ده۔ ([8]) * قرآنِ پاک لوستونکے د الله پاک د عذاب نه محفوظ وي۔ ([9]) * قرآنِ کريم لوستونکے د ده پۀ


 

 



[1]... ترمذی، کتاب: فضائل القران، صفحہ:676، حدیث:2910۔

[2]... مسلم، کتاب:الذکر والدعا،  صفحہ:1039،  حدیث:2699 ماخوذًا۔

[3]... کنز العمال، کتاب: الاذکار، جزء:1،  جلد:1،  صفحہ:261، حدیث:2316۔

[4]... مسلم، کتاب: صلاۃ المسافرین،  صفحہ:290،  حدیث:804۔

[5]... ابو داؤد،  کتاب:الوتر، صفحہ:241،  حدیث:1464  ماخوذًا۔

[6]... احیاء  العلوم، کتاب آداب تلاوۃ،  الباب الثانی، جلد:1صفحہ:362۔

[7]... مسند الفردوس، جلد:2، صفحہ:135، حدیث:2690۔

[8]... کنز العمال، کتاب: الاذکار، جزء:1، جلد:1، صفحہ:258، حدیث:2275۔

[9]... كنز العمال،کتاب الاذکار، الجزء الاول، ١/٢٥٨، حدیث:٢٢٦٧