Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

وضاحت: د دُنيا او د آخرت ترمينځه صرف د يوې ساه فاصله ده که ساه چليږي نو بنده پۀ دُنيا کښې وي او که ودريږي نو د آخرت پۀ لور سفر شروع کړي۔

ځکه خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خپل وخت قدر وکړئ! مونږ له پکار دي چې زيات وخت پۀ نيکو کښې د تيرولو کوشش وکړو * څنګه چې فارغ وخت ميلاو شي، که هغه يو منټ ولې نه وي، فوراً ذِکر الله شروع کړئ * يو ځل الله وئيل هم ذِکر دے * د يو ځل سُبْحٰنَ اللہ ويونکي د پاره پۀ جنَّت کښې ونه لګولے شي ([1]) * پۀ حديثِ پاک کښې دي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ تَمْلَاُ الْمِیْزَان اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وئيل د تَلې ډکوونکې نيکي ده ([2])  * يو ځل د صَلَّی اللہُ عَلیٰ مُحَمّد وئيلو سره د رحمت 70 دروازے برسيره کيږي۔ ([3])

 وګورئ چې دا مختصرې مختصرې نيکۍ دي، يو څو سيکنډه پرې لګي او ثواب يـې څومره ډير دے، که مونږ د خپل وخت قدر وکړو نو ډيرې زياتې نيکۍ پۀ اسانۍ سره کولے شو * کوشش کوئ چې پۀ لاس کښې تسبيح وساتئ! چې څنګه موقع ميلاويږي، فوراً د الله پاک ذِکر يا درودِ پاک لوستل شروع کړئ! * د آخرت فِکر شروع کړئ! * د نعتِ پاک شعرونه وئيل شروع کړئ!

اُن کی یادوں میں کھو جائیے!                                                                                              مصطفےٰ، مصطفےٰ کیجئے!

الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، د وخت قدر مو دې نصيب کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔  


 

 



[1]... سنن ابن ماجہ، کتاب الادب، باب فضل التسبیح، الحدیث:۳۸۰۷، ج ۴، ص ۲۵۲۔

[2]... صحيح مسلم"، كتاب الطھارۃ، باب فضل الوضوء، ر:223، ص ـ140.۔

[3]... قَوْلُ البَدِیْع، باب ثانی، صفحہ:277۔