Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

يعنې د منافقانو کار دا دے چې دوئي د ګناه حکم ورکوي او د نيکۍ نه منع کوي۔ د عاشقانِ رسول مسلمانانو د صفت بيانولو سره الله پاک ووفرمائيل:

وَ الْمُؤْمِنُوْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتُ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍۘ-یَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ (پارہ :10 ، سورۂ توبہ:1 7)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او مسلمانان سړي او مسلمانې ښځې د يو بل رفيق دي، د نيکۍ حُکم

کوي او د بدۍ نه منع کوي۔

يعنې مسلمانان نارينه او مسلمانې زنانه پۀ خپل مينځ کښې وروڼه خوئيندې دي، نارينه د نارينؤ سره او زنانه د زنانؤ سره د الله پاک د رضا د پاره محبت کوي او د مسلمانانو دا اعلیٰ صفت دے چې دوئي پۀ خپل مينځ کښې يو بَل له د نيکۍ دعوت ورکوي او د ګناه نه منع کوي۔

آه! اَفسوس۔۔۔!! چې اوس زمونږه حالات ډير خراب شوي دي، خلق پۀ ګناه کولو او د ګناهونو پۀ ترغيب ورکولو کښې بالکل شرم نه محسوسوي، د بے حيايۍ کارونو له د فيشن او جِدَّت نوم ورکوي او د دې د اختيارولو د پاره بے ويرې يو بل له ترغيب ورکوي، تر دې پورې چې مور پلار د خپل اولاد د دِين نه پۀ لرې کيدو، ماډرن او ازاد خياله جوړيدو خوشحاليږي، ډاډګيرنه هم ورکوي خو افسوس چې د نيکۍ پۀ دعوت ورکولو عموماً ډير مسلمانان شرميږي۔

افسوس چې اوس خلقو د حقيقي مسلمانانو والا کارونه پريښودي دي! ښه او د نيکۍ