Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

کار چې کوي نو شرم ورله ورځي او د منافقانو والا کارونو کښې بالکل شرم او ويره نه محسوسوي۔ الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي۔ ([1]) يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: هٰغه وخت به ستاسو څۀ حال وي چې کله تاسو د ګناه حکم ورکوئ او د نيکۍ نه منع کوئ؟ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا داسې به کيږي؟ اوئې فرمائيل: آؤ! پۀ هٰغه ذات باندې مې دې قَسم وي د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے، د دې نه به هم بد حال وي۔ الله پاک فرمائي: زما دې پۀ خپل ذات باندې قَسم وي! زۀ به (هٰغه وخت) پۀ هغوئي باندې داسې فِتنه مقرر کړم چې پۀ هغې کښې به پوهه خلق هم حيران پاتې شي۔ ([2])

مسلماں آہ! غافِل ہو گئے نیکی کی دعوت سے                     بڑھا جاتا ہے ہائے! زورِ باطِل یارسولَ اللہ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ ته پۀ احتياط سره تلل پکار دي! زمونږه پۀ معاشره کښې ګناهونه دومره ولې عام شوي دي؟ جوماتونه وران او د ګناهونو اَډې ولې ابادې دي؟ ځکه چې د ګناهونو ترغيب عام دے، د سوشل ميډيا (Social Media اِنټرنيټ، ټي وي چينلو، اخبارونو (News Papers) او پته نه لګي چې پۀ کومو کومو طريقو ګناهونه هم خوريږي او د دې ترغيب هم عام ورکولے شي، د دې پۀ ځائے که چرې مونږ د نيکۍ دعوت عام کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ګناهونو سيلاب به ودريږي، کاش چې هر مسلمان د خپلې بنيادي ذمه وارۍ نه ځان خبر کړي، مونږ چې


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ :10 ، سورۂِ توبہ، تحت الآیۃ :67 ، جلد:4 ، صفحہ :171- 172 ملخصاً۔

[2]... موسوعۃ امام ابن ابی الدنیا ، جلد:2 ، صفحہ :202، حدیث:31 ۔