Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

بے ادبۍ نه وساتي! دا صحيح نه دي، حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ غنم رنګے وو، علمائے کرامو د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حليه مبارکه بيان کړې ده او ليکلي يـې دي چې کَانَ شَدِیْدُ الْاَدِمَۃِ د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ رنګ مبارک ډير غنم رنګے وو، ([1]) يعنې لکه څنګه چې د غنمو دانه وي، داسې چې لږه شان توره کړے شي نو چې د دې نه څنګه رنګ جوړيږي، د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ رنګ مبارک داسې وو۔ پۀ پاک و هند [يعنې پاکستان او هندوستان]  کښې عموماً د خلقو رنګونه غنم رنګي وي۔

اسلام کا جمال ہے تیرے جمال سے                                                     سیرت تری ہے دِین کی اک ترجماں بلال

وضاحت: خلق خو اے بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ! ستاسو پۀ رنګ پسې خبرې جوړوي، خو حقيقت دا دے چې د اِسلام ښکلا ستاسو د ذات مبارک نه واضحه کيږي او ستاسو ذات مبارک د دِينِ اِسلام ترجمان دے۔

* حضرت بلال حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سابِقُ الاِسلام دے يعنې هغوئي د اِسلام پۀ ابتداء کښې ايمان راوړے وو * د غلامۍ نه د ازادۍ نصيب کيدو نه واخله تر د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري وِصال پورې حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر وو * حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مؤَذِن هم دے * او خازِنِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم دے يعنې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مالي معاملو د کرته کتنې ذمه واري حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته عطا کړې وه * د الله پاک د آخري نبي، رسولِ هاشمي    صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... معرفۃ الصحابہ لابی نعیم، جلد:1، صفحہ:333۔