Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

کور ته يـې تشريف يوړلو۔ پوښتنه يـې وکړه: بِلال پۀ کور کښې دے؟ د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ودانې محترمې عرض وکړو: هغۀ خو پۀ کور کښي نشته۔

بيا د هغوئي کور ودانې محترمې عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! بِلال چې کله پۀ کور کښې وي نو د هغوئي پۀ ژبه باندې هم يوه خبره وي: قَالَ رَسُوْلُ اللہِ، قَالَ رَسُوْلُ اللہِ يعنې نن رسول الله دا ووفرمائيل، نن رسول الله هغه ووفرمائيل (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)۔

عشق ته وګورئ چې حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تر څو پورې پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر وي نو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدن کوي، چې کله کور ته لاړ شي نو هم د خپل محبوب آقا، د دواړو جهانونو د داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبرې کوي۔

وِچَھوڑِے دِے میں صَدْمِے روز جَھلَّاں یارسولَ اللہ!

کَرَاں میں تِیرِیَاں دِن رَات گَلَّاں یارسولَ اللہ!

وضاحت: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ فِراق کښې شپه ورځ ستاسو د جدايۍ غمونه برداشت کووم، د جدايۍ د وور کمولو د پاره شپه ورځ ستاسو خبرې کووم (پۀ خپل غوښتونکي باندې کرم وکړئ، دۀ ته خپله جلوه عطا کړئ)۔

خير! آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: مَا حَدَّثَکِ عَنِّیْ بِلالٌ فَقَدْ صَدَقَ بِلال چې زما د اړخ نه کوم يو حديث هم بيانوي، هغه رښتيا دے بِلالٌ لَا یَکْذِبُ بِلال دروغ نه وائي۔ ([1])


 

 



[1]... تاریخ مدینہ دمشق، جلد:10، صفحہ:463۔