Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

پريشانه ووم، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې مې د دُعا د پاره خواست وکړو، هغوئي دُعا وفرمائيله او ورسره يـې ما او زما ورور سيِّد قَناعت علي ته وفرمائيل: ستاسو د دواړو نومونه هم ما پۀ لسټ کښې شامل کړي دي کوم چې پۀ ورو ورو ډير غټ شوے دے، دا ټول نومونه ما ته ياد دي، روزانه د نوم اخستو سره د ټولو د پاره دُعا کووم۔ ([1])

   سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې ادا ده۔۔۔! چې مونږه پۀ خپل ځان باندې لږ غور وکړو، ډير د لرې تللو ضرورت نشته، چرته يوه ورځ د خپل موبائل جائزه واخلو! پۀ موبائل کښې سَيوکړےشوو نمبرو لسټ (contact list) برسيره کړو! اوئې ګورو! چي پۀ هغې کښې د څومره کسانو نمبرې سيو دي، يقيناً چې د چا نمبر سيو دے، چرته به ستاسو د هغوئي سره څۀ نا څۀ تعلق ضرور پاتې شوے وي، اوس لږ غور وکړئ! چې کله مونږ نـمونځ کوو، د خپل رَبّ پۀ حضور کښې د دُعا د پاره لاسونه اوچتوو، مونږ د خپل ځان د پاره ډير څۀ غواړو، مثلاً * مولیٰ! ما ته د دُنيا خيرونه هم راعطا کړې * مولیٰ! ما ته د آخرت خيرونه هم راعطا کړې * مولیٰ! زما کور کلے ښه کړې * اے رَبِّ کريمه! زما بال بچ ښه کړې * زما اهل و عيال ښه کړې۔ چرته غور وکړئ چې زمونږ پۀ موبائل کښې چې دا دومره نمبرې سيو دي، پۀ دې کښې * زمونږ د وروڼو نمبرې دي * د عزيزانو خپلوانو نمبرې دي * د دوستانو ملګرو نمبرې دي، آيا مونږ چرته د هغوئي د پاره هم دُعا کړې ده۔۔۔؟ آيا چرته د دُعا کولو پۀ وخت مو دا خلق پۀ خيال کښې راغلي دي؟ د ډير لرې خبرې نه کووم، دا هٰغه خلق دي د کومو سره چې زمونږه څۀ نا څۀ تعلق دے يا پاتې شوے وو۔ مونږ د دوئي د پاره هم دُعا نه کوو، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شان ته وګورئ! چې هغوئي د خپلو خپلوانو، دوستانو تر دې پورې چې د خپلو مُريدانو د نومونو هم يو لسټ جوړ کړے وو او قربان شم! فرمائي:


 

 



[1]... فیضان اعلیٰ حضرت ص 180۔