Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein
يـې پۀ دې صندوقچه کښې کيښودي دي۔ ([1])
کسی کا دَر دیکھتے نہیں ہیں، کسی سے کچھ مانگتے نہیں ہیں
بڑی غنی ہیں، بڑے سخی ہیں فقیر آقا تری گلی کے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د غيبي خزانے موندلو اسانه نُسخه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې وړه شان صندوقچه کښې دا خزانه د چرته نه راغله؟ څنګه راغله؟ دا د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کرامت دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د الله پاک وَلِي هغۀ وي چې * دُنيا ته نه ګوري * پۀ الله پاک باندې کامِل باور لري * هٰغه طرف ته پوره توجه کوي * د الله پاک نه ښه ډير ويريږي * تقویٰ کوي نو الله پاک دوئي ته د غيبو نه اسباب جوړوي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ مَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًاۙ(۲) وَّ یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُؕ- (پارہ:28، سورۂ طلاق:2، 3)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې د اللہ نه ويَريږي اللہ به د هغۀ د پاره د وتلو لار جوړه کړي۔ او هغۀ ته به د هٰغه ځائے نه روزي ورکوي چرته چې د هغه ګُمان هُم نه وي۔
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دَستِ غيب (يعنې د غيبي رزق او د روزۍ ميلاويدو) د پاره خلق ډيرې ګرانې ګرانې وظيفے کوي بلکې پۀ وهمي خبرو کښې اخته کيږي خو د دې د ټولو نه اعلیٰ عمل، قطعي عمل، يقيني عمل د کومې اُلټا چې ممکن نه دے او پۀ ټولو اعمالو کښې ډير اسان دے، دا پخپله الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد کړے دے چې