Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
ښه اخلاق د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي
د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين مبارک: (1): پۀ ايمان کښې زيات کامِل هغۀ دے د چا چې اخلاق ښه وي۔ ([2]) (2): د ښه اخلاقو نه بهتر مسلمان ته هيڅ څيز نه دے ورکړے شوے۔ ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! ښه اخلاق د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي۔ * حضورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هر يو سره د ښو اخلاقو او محبت سلوک فرمائيلو * نۀ به يـې څوک رټلو او نۀ به يـې سپورې ستغې وئيلې * صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته به د کتلو سره مُسکے کيدلو، د هغوئي سره، د هغوئي د بچو سره به يـې خوش طبعي فرمائيله، ماشومان به يـې پۀ غيږه مبارکه کښې کښينول