Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

* د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: يو کَس دې هُم نۀ پۀ ګڅ لاس باندې خوراک کوي نۀ دې څښي چې پۀ ګڅ لاس باندې خوراک څښاک د شيطان طريقه ده۔ ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دُنيا ذِکر کول به يـې هم نه خوښول

    خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ډير ښکلے عادت مبارک دا هم وو چې هميشه به پۀ دِيني کارونو او د آخرت د فائدې والا خبرو کښې مصروف اوسيدلو۔ د دُنيا سره زړۀ لګول، دې طرف ته توجه کول خو ډيره غټه خبره ده، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ خپل مجلس مبارک کښې د دُنيا ذِکر هم نه خوښولو۔ صَدرُ الشَّريعَه مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ارشاد فرمائي: د جُمعې د نـمونځ نه پس به ګڼ شمير حاضرين موجود وو، * عام طور به خلقو د دِيني خبرو پۀ باره کښې پوښتنه کوله او اعلیٰ حضرت   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به جوابونه ورکول * يا به يـې د يو حديث * يا د آيت پۀ باره کښې بيان فرمائيلو * کله به يـې د اوليائے کرامو واقعات بيانول۔ پۀ آستانه کښي حاضرو خلقو کښې څوک داسې نشي وئيلے چې ما اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُنيا پۀ خبرو کښې مشغول ليدلے دے، هميشه به څۀ نا څۀ دِيني ذِکر کيدلو۔ ([2])

 سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې ادا ده۔ دُنيا د دې قابله چرته ده چې د هغې خبرې وکړے شي، د الله والا د آخرت سره محبت کوونکي وي، ځکه هم د دِين او د آخرت خبرې کوي۔ افسوس چې نن سبا خو د خبرو موضوع صرف دُنيا، دُنيا او هم دُنيا پاتې ده، د چا سره چې کښينې نو * څوک د حکومتونو خبرې کوي * څوک پۀ مشرق کښې ناست وي او د


 

 



[1]... (صحيح مسلم، (6/ 109):حدیث: 2020)۔

[2]... ((فیضان اعلیٰ حضرت ص 174)۔