Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein
دعوتِ اِسلامي هر وخت مونږ ته پۀ دِين ښودلو کښې مصروف دے۔ عاشقانِ رسول * پۀ جوماتونو * کارخانو کښې * سکولونو او کالجونو وغيره کښې مدرسـة الـمدينه بالغان لګوي۔ * پۀ مدرسـة الـمدينه بالغان کښې د زيات عمر اِسلامي وروڼو ته قرآنِ کريم د صحيح تجويد او قراءَت سره ښودلے شي * د اوداسه، غسل، نـمونځ او د جنازې احکام او مسئلې ښودلے شي * سُنَّت هم ښودلے شي او * د ترجمې او د تفسير د لوستلو او اوريدو موقع هم ميلاويږي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ تاسو کښې بهتر هغۀ دے څوک چې قرآن زده کړي او [نورو ته يـې] وښائي۔ ([1]) * پۀ يو بَل روايت کښې دي: کوم کَس چې قرآنِ کريم زده کړو، اوئې ښودلو او څۀ چې پۀ قرآنِ کريم کښې دي پۀ هغې باندې يـې عمل وکړو، قرآنِ کريم به د هغۀ شفاعت کوي او جنَّت ته به يـې بوځي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هم نن ځان ته د لګيدونکې نزدې مدرسـة الـمدينه معلومات حاصل کړئ! او پۀ هغې کښې د شرکت کولو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د وَليانو فيضان به مو نصيب شي، سُنَّت به زده کړئ او پۀ ټوله دنيا کښې به د سُنَّتو پيغام عام کوونکي جوړ شئ۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو نور ښه عادتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو څو ښو ښو ښکلو ښکلو عادتونو ذِکرِ خير واوريدو، راځئ چې مختصر مختصر يو څو نور عادتونه واورو: * اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ نورو پسې مَلَنډې نه کولې * چې اسويلے به ورتللو نو پۀ ګوته