Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein
کښې خبرې کوي * څوک تيزې تيزې خبرې کوي * فضول ګپونه لګوي * ميوزيکل ټيونز پۀ جومات کښې غږيږي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! جومات د شيطان نه د بچ کيدو مضبوطه قلعه ده خو افسوس چې مونږ سُنَّت نۀ اختياروو نو دلته هم د نفس او شيطان پۀ جال کښې انښلو، افسوس! * اوس خو پۀ جوماتونو کښې جنګ جګړې هم کيږي * غيبتونه هم کيږي * چغليانې هم کيږي * ټوقې ټقالې هم کيږي۔ حديثِ پاک واورئ! او سوچ وکړئ، عبرت حاصل کړئ چې دا څومره سخته ګناه ده۔
د هغوئي د الله پاک سره هيڅ کار نشته
آخري نبي، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ خلقو باندې به يوه زمانه داسې راځي چې پۀ جوماتونو کښې به د دُنيا خبرې کيږي، تاسو د هغوئي سره مۀ کښينۍ چې د هغوئي د الله پاک سره هيڅ کار نشته۔ ([1])
حضرت ملّا علي قاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل فرمائي: اَلْکَلَامُ الْمُبَاحُ فِی الْمَسْجِدِ مَکْرُوْہٌ یَا کُلُ الْحَسَنَاتِ۔ يعنې پۀ جومات کښې مُباح (جائز) خبره کول مکروهِ (تحريمي) ده او نيکۍ خوري۔ ([2])
آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلضِّحْکُ فِی الْمَسْجِدِ ظُلُمَۃٌ فیِ الْقَبْرِ يعنې پۀ جومات کښې خندل پۀ قبر کښې تيارۀ (راولي)۔ ([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له د جومات احترام کول پکار دي * جومات د الله پاک کور دے * د عبادت ځائے دے * د الله پاک پۀ ياد کښې د ورکيدو * د دُنيا نه د