Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

پاره څۀ نه وي، اوس به څۀ کوو؟ پۀ داسې موقع باندې دې هغۀ ته دعاګانې وکړے شي چې دُعا د مؤمِن وسله ده۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارف

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اے د رضا عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن د 25 صَفَرُ المُظَفر شپه ده۔ د سُنيانو د پيشوا اعلیٰ حضرت اِمام اهلِسُنَّت شاه اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عرس شريف شپه ده۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک دے؟ * هغوئي د عاشقانو اِمام دے         * د سُنيانو اِمام دے * د عالمانو اِمام * د عابدانو اِمام * د زاهدانو اِمام * د تقویٰ والؤ اِمام * د فُقَها، مُحَدِّثينو، مُفَسِّرينو اِمام دے * هغوئي مُجتَهِد وو * مُفَسِّر وو           * مُحَدِّث وو * ډير لوئي عالِم وو * ډير ذهين مفتي وو * د قرآن حافظ وو * او د ټولو نه زيات د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے عاشق وو۔

ایک سچا عاشقِ نورِ مجسم بولیے                                                                                              ان کو ان کے عہد کا سالارِ اعظم بولیے

جن سے ہوں آباد علم و آگہی کی بستیاں                                                   ہیں جنم لیتی کئی صدیوں میں ایسی ہستیاں

فضلِ رب العالمین ہوتا ہے جب بے انتہا                                  تب کوئی بنتا ہے دنیا میں اِمام احمد رضا

 پۀ 10 شوال کال 1272 هجرۍ مطابق 14 جون کال 1856ء هغوئي د هندوستان پۀ بريلي ښار کښې دُنيا ته تشريف راوړلو * هغوئي د دِيني او علمي کورنۍ شمع وه * د هغوئي نوم محمد دے، د هغوئي د والد صاحب د اړخه نيکه بابا جان به هغوئي د احمد رضا پۀ نوم سره رابللو، وروستو هم پۀ دې نوم مشهور شو * د 4 کالو پۀ عمر کښې يـې د قرآنِ کريم ناظره ختمه کړله * صرف د 13 کالو 10 مياشتو 4 ورځو عمر کښې يـې دِيني عِلم مکمل کړو او وړومبۍ فتویٰ يـې وليکله * اندازتاً د 70 نه پۀ زياتو علومو کښې يـې څهکم يازيات 1000 کتابونه وليکل * د قرآنِ کريم ترجمه کَنزُ الاِيمان * فتاویٰ رضويه * حدايقِ