Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

مغرب قيصې کوي * څوک پۀ حالاتو ژاړي * څوک د خپلې دُنيا د کاميابۍ او کارنامو قيصې کوي، کاش چې زمونږ د آخرت فِکر نصيب شي۔

ذِکر خو د څۀ څيز کولے شي

   يو ځل يو کَس د حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها پۀ وړاندې د دُنيا ذِکر وکړو نو اوئې فرمائيل: د قدر قابل څيز ذِکر کولے شي، د څۀ چې څۀ حيثيت نه وي د هغې ذِکر نشي کولے۔ ([1])

 معلومه شوه چې د دُنيا د ذِکر نه بچ کيدل بهتر دي، د دې پۀ ځائے ذِکرُ الله وکړئ! د سُبْحٰن اللہِ، اَلْحَمْدُ لِلہِ وغيره ذِکر کوئ چې پۀ دې به ثواب ميلاويږي۔

ذکر و درود ہر گھڑی وِردِ زباں رہے                                                                          میری فضول گوئی کی عادت نکال دو([2])

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به دُعاګانې کولې

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځانګړے عادت مبارک واورئ! اعلیٰ حضرت اِمامِ اهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هر مسلمان د پاره ډير شفيق وو، که هغۀ به خپل وو او که پردے، د ټولو د پاره به يـې د شفقت او خير خواښۍ عظيمه جذبه لرله۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خپلو غلامانو دومره خيال ساتلو چې هغوئي د خپلو                * عزيزانو * خپلوانو * ملګرو او دوستانو او * د خاص خاص مُريدانو د نومو يو غټ لسټ جوړ کړے وو۔ د سحر د نـمونځ نه پس به يـې د خپلو اورادو او وظيفو پۀ آخره کښې د دې ټولو د نوم اخستو سره دُعا کوله۔ خلقو به د دې خبرې ارمان کولو چې د هغوئي نوم هم پۀ دې لسټ کښې شامل شي۔ سيِّد ايوب علي صاحب ارشاد فرمائي چې: يوه ورځ زۀ ډير


 

 



[1]... تاريخ الاسلام للذهبى، الطبقة الثامنة عشرة،٤١٥٠- رابعة العدوية، ٤/٥٤٨۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:245۔