Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein
هٰغه انداز ژوند تير کړئ! ([1])
مجھے اَوْلیا کی محبت عطا کر تُو دیوانہ کر غوث کا یااِلٰہی([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم وَليِّ کامِل دے، هغوئي هم رښتونے، د هغوئي عقيدے هم رښتونې، د هغوئي نظريات هم رښتوني، د هغوئي تعليمات هم ريښتوني او د هغوئي هره يوه ادا هم د سُنَّتِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آئينه داره او د رښتونې لارې نخښه ده۔
جن کی ہر ہر ادا سنّتِ مصطفی ایسے پیر طریقت پہ لاکھوں سلام
راځئ چې د قرآن پۀ حکم باندې د عمل کولو پۀ نيت سره د يو وَليِّ کامِل د يو څو مبارکو عادتونو اوريدو سعادت حاصل کړو او نيت وکړو چې مونږ به هم د هغوئي نيکې اداګانې اختياروو او د خپل ژوند د ښه کولو کوشش به کوو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مقدسو عادتونو يو خاصيت دا دے چې هغوئي د خپل ژوند بنياد پۀ سُنَّتِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کيښودے وو، پۀ هر يو کار کښې به يـې د سُنَّت اختيارولو پوره کوشش کولو او پۀ کوم کوم انداز کښې، پۀ څنګه څنګه حالاتو کښې به يـې پۀ سُنَّتو باندې عمل کولو؟ واورئ! د سيِّد ايوب علي صاحب بيان دے: يو ځل د سحر د نـمونځ وخت وو، خلق د جَمعې پۀ انتظار ناست وو، خلافِ عادت نن اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ راتلو کښې لږ ناوخته کړو، د ټولو خلقو نظر د هغوئي د کور طرف ته وو۔ هٰغه