Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

بھکاری تیرے در کا بھیک کی جھولی ہے پھیلائے

بھکاری کی بھرو جھولی گدا کا آسرا تم ہو

   وضاحت: د الله پاک د فرمان وَ الَّذِیْنَ فِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ ([مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هٰغه د کومو پۀ مال کښې چې يو معلوم حق دے۔ (پارہ:29، سورۂ معارج:24)) مطابق د مالدارو پۀ مال کښې د هر غريب حق وي، آقا تاسو خو داسې سخي يئ چې ستاسو د دربار نه څوک خالي لاسونه نه ځي، دا (عبدُ العَليم) ستا د در سوالګيرے جولۍ غوړولے ولاړ دے، د دۀ جولۍ ډَکه کړئ چې د دۀ اسرا هم تۀ يـې۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ښکلے سُنَّت

    خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې که څوک پۀ مونږ باندې عنايت وکړي، څۀ تحفه راله راکړي، څوک راسره څۀ نيکي وکړي نو د هغې پۀ بدله کښې مونږ هم هغۀ له تحفه ورکړو بلکې سُنَّت طريقه دا ده چې تحفه ورکوونکي ته د هغې نه غټه تحفه ورکړے شي۔ آؤ جي! زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم دا انداز مبارک وو، که چا به د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې څۀ تحفه وړاندې کړله نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغوئي ته د هغې نه غټه تحفه عطا کوله۔ د حديثِ پاک پۀ مشهور کتاب ترمذي شريف کښې دي: يو بانډچي  خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يو اوښ پۀ تحفه کښې وړاندې کړلو نو هغوئي هغۀ ته د شپږو اوښانو تحفه عطا کړله۔ ([1])

بعضې وخت داسې کيږي چې بَل کس مونږ له تحفه راکړي خو زمونږ سره د ورکولو د


 

 



[1]... ترمذی، حدیث:3945۔