Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

دا ټول نومونه ما ته زباني ياد دي او زۀ روزانه د نوم اخستو سره د دوئي د پاره دُعاګانې کووم۔

د مسلمانانو د پاره دُعا کوئ!

   خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې د خپلو مسلمانانو وروڼو د پاره دعاګانې کوو، د دې عادت جوړ کړو۔ زمونږه آقا او مولیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د مسلمانانو نارينؤ او زنانؤ د پاره د بخښنې دُعا وکړي، الله پاک به هغۀ ته د هر مسلمان نارينه او زنانه پۀ بدله کښي يوه نيکي عطا کړي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! اندازه ولګوئ چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه واخله تر اوسه پورې پۀ اربونو، کهربونو مسلمانان دُنيا ته راغلي دي، صِرف دومره دُعا کول دي: اَللّٰہُمَّ اغْفِرْ لِیْ وَ لِکُلِّ مُؤْمِنٍ وَ مُؤْمِنَۃٍ (يا الله پاکه! ما او ټول مسلمانان نارينه او زنانه اوبخښې) د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! اربونه کهربونه نيکۍ وګټۍ۔ الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

پۀ جنازه کښې به يـې پۀ کثرت سره دُعاګانې کولې

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اعلیٰ حضرت، اِمام اهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوږ مند زړه لرلو، هغوئي به زياتره جنازو له تشريف وړلو او د مړي سره به يـې همدردي داسې کوله چې پۀ جنازه او د جنازې نه پس به يـې د مړي د پاره پۀ کثرت سره دعاګانې کولې۔ منقول دي چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې به د کوم خوش قِسمته جنازه کوله نو حاضرينو ته به داسې ښکاريدله چې هغوئي پۀ خپل پُّرزوره شفاعت سره د هغوئي  بخښنه  کوي او ډيره اوږده جنازه به يـې کوله، ظاهري سبب به د دې زيات وخت دا وو چې هٰغه ټولې دعاګانې


 

 



[1]... جامع صغیر، صفحہ:513، حدیث:8419۔