Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

کټ کيدو سره د خپل رَبّ پۀ لور د مائله کيدو ځائے دے * که پۀ داسې مقدس  * داسې پاک * او ډير د اوچتې مرتبے ځائے کښې هم مونږ ګناه کوو، بے ادبۍ کوو نو آخر پۀ کوم ځائے کښې به ټيک کيږو۔۔۔؟ ځکه د جومات د احترام عادت جوړ کړئ!

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د جومات احترام

   د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت مبارک وو چې جومات ته به داخليدو نو هميشه به يـې ښۍ ښپه مخکښې کوله * بهر چې به وتلو نو وړومبے به يـې ګڅه ښپه پۀ پيزار کښې کيښودله، بيا به يـې پۀ ښۍ ښپه پيزار پۀ ښپو کولو (د پاره د دې چې د سُنَّت مطابق عمل وشي) * چې کله به يـې هم جومات ته تشريف راوړلو نو هميشه به پۀ مينځنۍ دروازه داخليدلو، بعضې وخت به يـې پۀ جومات شريف کښې د پيدل تللو سره اَوراد او وظيفے لوستلې نو د شمال نه به جنوب او د جنوب نه به شمال طرف ته تللو او انداز مبارک به يـې داسې وو چې د شمال نه د جنوب طرف ته يا د جنوب نه د شمال طرف ته د تاويدو پۀ وخت به يـې د کعبے طرف ته نه شا کوله * اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ جومات کښې پۀ فرش باندې پۀ پوندو او غټه ګوته باندې ګرځيدلو او نورو ته به يـې هم نصيحت کولو چې د جومات پۀ فرش باندې د تللو پۀ وخت اواز پيدا کيدل نه دي پکار * يو صاحب چا ته چې به نواب صاحب وئيلے کيدو، جومات ته د نـمونځ د پاره راغلو او پۀ ولاړه ولاړه يـې پۀ بے پرواهۍ سره خپله اَمسا د جومات پۀ فرش باندې وغورځوله، د کومې اواز چې حاضرينو واوريدلو، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: نواب صاحب! پۀ جومات کښې پۀ زوره قدم کيښودل هم منع دے، بيا چرته داسې پۀ زوره اَمسا غورځول۔۔۔؟ نواب صاحب وعده وکړه چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! آئنده به داسې نه کيږي۔ ([1])


 

 



[1]... فیضانِ اعلیٰ حضرت، صفحہ:325۔