Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein
د طرف نه کروړونه درود او د هغوئي پۀ اصحابو، اهلِ بيتو، عزيزانو او خپلوانو باندې دې لکونه سلامونه نازل شي، د نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اهلِ بيت د اسماني صحيفو د حصو په شان دي هغوئي د مقدسو او پاکو ګل غوټو پۀ شان دي، پۀ هغوئي باندې دې پۀ لکونو سلامونه نازل شي۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش به کووم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
يو ځل اعلیٰ حضرت، اِمام اهلِسُنَّت شاه اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل خليفه حضرت عبدُ السَّلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بلنه باندې جَبَل پور ته تشريف يوړلو۔ حضرت مولانا عبدُ السَّلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سپينو چينو پۀ يو غټ پليټ کښې يو زر روپۍ کيښودې او هغوئي ته يـې د نذرانې پۀ طور وړاندې کړې۔