Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

آيا مونږه جنازه زده کړې ده۔۔۔؟

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د زدکړې خبره ده۔۔۔! پۀ حديثونو کښې چې د جنازې څومره دعاګانې ذِکر شوې دي، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ټولې زباني يادې وې او چې کله به هغوئي جنازه کوله نو د مړي د خير خواهۍ کولو سره به يـې ټولې دعاګانې کولې۔

اوس غور وکړئ! * آيا مونږ ته د جنازې صِرف يو دُعا ياده ده؟ * پۀ جنازه کښې څو فرض دي؟ * د دې رُکن څۀ دے؟ * د جنازې نيت به څنګه کوې؟ * د جنازې والا ثنا کومه يوه ده؟ * د جنازې والا دُرُودِ پاک کوم يو دے؟ د بالغ نارينه او زنانه د جنازې دُعا کومه يوه ده؟ * د نابالغه ماشوم او ماشومې د جنازې دُعا کومه يوه ده؟ آيا دا هر څۀ مونږ ته معلوم دي؟ افسوس چې مونږ د دِين نه دومره لرې وتې يو چې نن سبا ډيرو زياتو مسلمانانو له د جنازې طريقه نه ورځي، عموماً چې کله جنازه کوي نو اِمام صاحب د دې طريقه ښائي خو پۀ بَل ځل بيا هيره وي۔

تاسو ته معلومه ده؟ جنازه فرض کفايه ده۔ که چرته مړے وشو، که چرې د هغۀ جنازه وکړے شوه نو بيا خو د ټولو غاړه خلاصه شوه او که د هغۀ جنازه اونه کړے شوه نو څوک څوک چې خبر شوي وي، ټول به ګنهګار وي۔ ([1])

مړي ته پۀ قبر کښې وړومبۍ تحفه

* د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه چا پوښتنه وکړه: مؤمِن چې قبر ته داخل شي نو هغۀ ته د ټولو نه وړومبۍ تحفه څۀ ورکړے کيږي؟ نو ارشاد يـې وفرمائيلو: د هغۀ جنازه کوونکي بخښلے کيږي۔ ([2]) * رسولِ عربي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... تجہیز و تکفین کا طریقہ، صفحہ:25۔

[2]... شُعَبُ الْاِیمان ج ۷ ص ۸ رقم ۹۲۵۷۔