Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

باندې ډيرو کافرانو کلمه وئيلې ده او مسلمانان شوي دي * د لکونو پۀ ژوند کښې د نيکو سپرلے راغلے دے * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او د 12 مياشتو قافلې سفر کوي۔

* تاسو هم پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي     * پۀ مَدَني قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے شي * سُنَّت ښودلے شي * د تهجدو کولو سعادت ميلاويږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاويږي * د قافلې پۀ برکت سره د عاګانو پوره کيدو * د سختو لرې کيدو * د بيمارانو د شفا نصيب کيدو هم پۀ سوونو واقعات دي * داسې هم شوي دي چې پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ قافله کښې برخه اخستونکو له يـې ديدن ورکړے دے۔

چې مونږ پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړو نو څۀ پته لګي چې پۀ مونږ باندې هم کرم وشي۔ کم از کم هره مياشت د 3 ورځو پۀ مَدَني قافله کښې د سفر نيت وکړئ! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:  

د باغ ځانګو

  د حيدر آباد پۀ يوه محله کښې د علاقائي دورې د دعوت نه د متاثره کيدو سره يو ماډرن ځلمے جومات ته راغلو۔ پۀ بيان کښې پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کولو ترغيب ورکړے شو نو هغۀ پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کولو د پاره نوم وليکو۔ د قافلې پۀ روانيدو کښې لا يو څو ورځې پاتې وې چې هٰغه ځلمے وفات شو۔ پۀ کور والؤ کښې يو کَس هغۀ پۀ خوب کښې پۀ داسې حالت کښې وليدو چې هغۀ پۀ يو شين باغ کښې ډير خوشحاله دے او پۀ