Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

ديني دنياوي علم لرونکے*دڅو ژبو ماهر*د درځن نه د زياتو کتابونو مُصَنِّف*بهترين خطيب*اويو ماهرعالم دين وو*دوي د اسلام د تبليغ دپاره ددنيا د ډيرو ملکونوسفر وکړو*ددوي په کوششونو سره داقتدار د خاوندانو په شمول تقريباً50زره غيرمسلمه مسلمانان شول*دوي په کال1310هجري کښي دهندوستان په ښار ميرټه کښي پيداشول او په22ذوالحجه کال1374هجرۍ کښي ئي په مدينه منوره کښي انتقال وشو*او تدفين ئي په جنّت البقيع کښي وشو.

د احسان بدله ورکوئ!

     خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې کرامت والا واقعې نه دوه خبرې د زدکړې د پاره ميلاؤ شوې: (1): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير تقویٰ دار وو، د الله پاک ډير زيات قرب لرونکے وو، ځکه خو د رَبِّ رحمان پۀ هغوئي باندې عنايت وشو او غيبي خزانه ورته عطا کړے شوه (2): دويمه خبره د زدکړې د پاره دا ميلاؤ شوه چې که څوک زمونږ سره نيکي وکړي نو مونږ له پکار دي چې د هغې پۀ بدله کښې د هغوئي سره د هغې نه زياته نيکي وکړو۔ وګورئ چې مولانا عبدُ السَّلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو زر روپۍ نذرانه وړاندې کړله نو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي له صرف زر روپۍ ورنکړلې بلکې * مولانا عبدُ السَّلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه * د هغوئي کور والا * اينګور لوڼه * ټول ملازمان يـې پۀ روپو، پيسو او کالو باندې مالا مال کړل۔

سُبْحٰنَ اللہ! دې ته سخاوت وئيلے شي۔۔۔!!

وَ فِیْ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ ہر اِک سائل کا حق ٹھہرا

نہیں پھرتا کوئی مَحْروم ایسے باسخا تم ہو