Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

پاک طِیْنَت، نیک خصلت،نرم دل،سادہ مِزاج حُسنِ کردار و عمل کا خوبصورت اِمْتِزَاج

تھے حَلِیمُ الْطَبع وہ، اِخلاق تھا کافی بلند     اِس لئےاہلِ محبّت  اُن کو کرتے ہیں پسند

الله پاک دې مونږ ته هم د داسې ښکلو ښکلو عادتونو اختيارولو، د سُنَّتو د زده کولو او نورو ته د ښودلو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني قافله

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دُنيا کښي د دِين پيغام عام کولو کښې مصروف دے * پۀ زړۀ کښې د عشقِ رسول د شمعې بلولو * د صحابۀ کرامو او د اهلِ بيتو د فيضان * د غوث او د خواجه فيضان      * او د رضا د فيضان موندلو د پاره تاسو هم د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې ښه پوره عملي طور برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او د دنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي۔

* بے شکه د نيکۍ دعوت ورکول، پۀ دې لاره کښې سخته تيرول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي، * د دِين کار پۀ سختو تيرولو، پۀ قربانو ورکولو کيږي * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د خپلو کورونو نه وَتَل * لرې پرتو علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او سخته به يـې تيروله او د دين پيغام به يـې عام کولو * د مخکښينو خلقو پۀ قربانو مونږ ته دِين رارسيدلے دے۔

* د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي هم پۀ دې لاره باندې روان دے * پۀ ټوله دنيا کښې د دِين د پيغام عام کولو د پاره پۀ لکونو عاشقانِ رسول د مَدَني قافلو پۀ شکل کښې ملک ملک، ښار ښار، کلي کلي ته ځي او د نيکۍ دعوت عام کوي * د مَدَني قافلو پۀ برکت