Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

Book Name:Ala Hazrat Ki Pyari Adatein

هٰغه وخت کښې يو زر روپۍ ډير غټ رقم وو۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا نذرانه قبوله کړه او حاجي کفايت الله صاحب ته يـې وفرمائيل: دا کيږده او زما د وظيفے صندوقچه راوړه۔۔۔!!

دا تقريباً يو فټ لوړه صندوقچه وه، دا اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د هغوئي پير صاحب عطا کړې وه، پۀ دې کښې يـې ليکلے شوې وظيفے کيښودې وې، هغوئي به د سحر د نـمونځ نه پس دا وظيفے لوستلې، د دې نه علاوه پۀ دې صندوقچه کښې نۀ د څۀ د کيښودو ځائے وو او نۀ به پکښې څۀ کيښودلے کيدل۔

خير! حاجي کفايتُ الله صاحب هٰغه صندوقچه وړاندې کړله۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه خپلې مخې ته کيښودله او سر يـې ترينه لږ شان اوچت کړو او لاس يـې وردننه کړو، اَللہُ اَکْبَر۔۔۔!! داسې ښکاريدله چې هغه صندوقچه نۀ بلکې څۀ غيبي خزانه ده۔۔۔!! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د هغې نه پيسې راويستلې او د مولانا عبدُ السَّلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټولو ملازمانو له به يـې ورکولې۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير پۀ غټ زړۀ سره پيسې تقسيم کړې، بيا يـې پۀ دې باندې بس نه کړل بلکې * د مولانا عبدُ السَّلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کور ودانې * د هغوئي اينګور * او د هغوئي د لوڼو د پاره يـې کالي هم د هٰغې صندوقچې نه راويستل او ور يـې کړل * د ټولو نه کشر ځوي له يـې ګنډلے شوې جامې او ټوپۍ هم راويستله او ور يـې کړله۔

مولانا حسنين رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يواځې د مولانا عبدُ السَّلام د پاره نۀ بلکې د خاص خاص سيټانو د لوڼو د پاره يـې هم کافي کالي د هٰغه صندوقچې نه راويستل او ور يـې کړل، مونږ ټول حيران وو چې دا کالي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کله اخستې او کله