Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

مرغۍ له چې به يـې پوکے ورکړلو نو حقيقي مرغۍ به تري جوړه شوه * د غيبو خبرونه به يـې بيانول * مړي به يـې راژوندي کول، دومره د اوچت شان والا نبي وو۔

چې کله حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د نبوت اِظهار وفرمائيلو او داسې معجزې يـې وښودلې نو چا د هغوئي نه پوښتنه وکړه: اَ اَنْتَ ہُوَ الْآتِیُ الْمُنْتَظَر ُ يعنې تاسو داسې لوئے معجزې ښايئ، چرته تاسو خو هٰغه آخرُ الزَّمان نبي نۀ يئ، د چا د راتللو انتظار چې د صدو نه کيږي؟

 حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام جواب ورکړو، ډيره ايمان تازه کوونکې خبره ده، اوئې فرمائيل: نۀ۔۔۔!! زۀ هٰغه محبوب نۀ يم، زۀ خو د هغوئي د زيري ورکولو د پاره راغلے يم، البته! زۀ د الله پاک پۀ عطا سره * ړندو ته شفا * پۀ مرګي رنځ کښې اختوو ته حُسن او جمال * او د مړو د بيا راژوندي کولو د پاره راغلے يم د پاره د دې چې خلق پۀ ما باندې يقين وکړي او پوهه شي چې د راتللو د زيري ورکولو والا شان دومره دے نو پخپله به د راتلونکي د شان څۀ حالت وي۔۔۔؟ ([1])

وہ خَتْمُ الْانبیا تشریف فرما ہونے والے ہیں

نبی ہر ایک پہلے سے سُناتا یہ خبر آیا

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د حبيب او د خليل فرق۔۔۔!! * دا دے د حبيب او د کليم فرق۔۔۔!! * دا دے د حبيبُ الله او رُوحُ الله فرق۔۔۔!! * صَفِيُّ الله هغۀ دے څوک چې د هغوئي پاک نوم ښکلوي او پۀ سترګو يـې پورې کوي * خليلُ الله هغۀ دے څوک چې د هغوئي د راتللو دعاګانې کوي * کليمُ الله هغۀ دے څوک چې د هغوئي د اُمَّتي کيدلو خواستونه کوي * رُوحُ الله هغۀ دے څوک چې د هغوئي د راتللو زيري ورکوي * او حبيبُ الله هغۀ دے څوک چې د هغوئي شانونه زياتوي، اِمامُ الانبيا تشريف راوړي۔


 

 



[1]... نظم الدرر، پارہ:7، سورۂ مائدہ، زیرِ آیت:111، جلد:6، صفحہ:343، 344 مفصلاً۔