Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

د ټولو جهانونو نبي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو شان الله پاک دا هم بيان کړو، ارشاد دے:

لِیَكُوْنَ لِلْعٰلَمِیْنَ نَذِیْرَ ﰳاۙ (۱) (پارہ:18 سورۂ فرقان:1)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې هغۀ ټول جهان ته ويره اوروونکے شي۔

 

د دې آيت مبارک نه ثابته شوه چې محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو نبي دے، پۀ دې کښې د محبوبيت د شان اظهار دے، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: چې کار څومره لوئے وي، د هغې ذمه واري هم هٰغه همره ذيشان ته ورکولے شي، الله پاک خپل ټول انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام د يو يو قوم، يوې يوې سيمې نبي جوړ کړو خو محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يـې دا شان عطا کړلو چې څومره مخلوقات دي، څومره جهانونه دي، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې د ټولو نبي جوړ کړلو، د دې نه معلومه شوه چې پۀ يوه سيمه او ټولو جهانونو کښې چې څومره فرق دے، د محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان د دې ټولو نبيانو د شان نه هُم هٰغه همره زيات دے۔ ([1])

د نبي او اُمَّتي بنيادي فرق

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! امام فَخرُ الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير ښکلے تحقيق کړے دے، ليکي: (اګر چې نبوت کسبي نه دے، پۀ اعمالو نشي حاصليدے، دا خاص د الله پاک انتخاب دے، البته) رَبِّ کريم چې څوک د نبوت د پاره منتخب کوي، دا ضروري ده چې هغۀ پۀ روحاني قوتونو کښې هم او پۀ جسماني قوتونو کښې هم پۀ خپل اُمَّت باندې اَرفع


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:30، صفحہ:145، 146 ملخصاً۔