Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

اعلان کولو، تاسو د هٰغې اِعلان مُدعا يئ * لکه څنګه چې چرته لرې پۀ سفر تلل وي نو د ډيرو ځايونو نه تيريدل وي، پۀ ډيرو ځايونو کښې ايساريدل وي، هم داسې يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د الله پاک د قُرب پۀ سفر کښې د ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام لکه چې د لارې منزلونه وو، يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تاسو د هٰغه سفر آخري منزل يئ * ټول نبيان د دې وئيلو د پاره راغلل چې يو نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړونکے دے، زمونږ د ټولو نه پۀ هغوئي باندې د ايمان راوړلو وعده اخستے شوې ده، اے خلقو! تاسو که د هغوئي زمانه بيامومئ نو پۀ هغوئي باندې ايمان راوړئ۔ يعنې ټول ستاسو د در لاره ښائي، تاسو يئ کومه چې د الله پاک لاره ده۔

د صفاتِ اِلٰہی مظهر

     په ترمذي شريف کښې روايت دے، علمائے کرامو چې د دې روايت کومه تشريح بيان کړې ده، د هغې تشريح پۀ رڼا کښې زۀ تاسو ته دا روايت بيانوم۔ صحابئ رسول دے: حضرت ابو رَزِين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔ هغوئي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر شو، پوښتنه يـې وکړه: اَیْنَ کَانَ اللہ قَبْلَ اَنْ یَخلُقَ خَلْقَہٗ يعنې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! * اوس دا جهان موجود دے، ټول کائنات موجود دے، د دې پۀ ذره ذره کښې د الله پاک د قدرتونو او صفاتو اِظهار پۀ نظر راځي، اوچتو اوچتو غرونو ته چې وګورې نو د الله پاک قدرت راياد شي * د وړو وړو ميږانو نه تر د هاتيانو پورې غټو غټو ځناورو ته چې وګورې نو دې ټولو ته رزق ميلاويږي، پۀ دې کښې د الله پاک د رازق کيدلو د صفت اظهار پۀ نظر راځي * د مور محبتونو ته چې وګورې، د پلار شفقتونو ته وګورې، د الله پاک د رحمتونو اِظهار پکښې پۀ نظر راځي، * غرض دا چې پۀ ټولو