Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi
کښې يـې واپس هم تشريف راوړلو۔
سُبْحٰنَ اللہ! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښه وئيلي دي۔۔۔!! ليکي:
شانِ خدا! نہ ساتھ دے، اُن کے خِرام کا وہ بَاز
سِدْرَہ سے تا زمیں جسے نَرْم سِی اِک اُڑان ہے([1])
وضاحت: پۀ نرمو نرمو ښپو باندې، پۀ ناز او ادا سره تللو ته خِرام وئيلے شي، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مِعراج پۀ شپه سرکارِ عالي وقار، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو خِرام فرمائيلو، پۀ نرمو نرمو ښپو باندې يـې پۀ ناز او ادا سره لکه څنګه چې د واده ځلمے ځي، داسې روان وو خو د خدائے شان ته وګورئ! د دې باوجود شهباز يعنې حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام څوک چي پۀ لږ وخت کښې د سِدرَه نه زمکې، د زمکې نه سِدرَه ته رَسي، د چا چې خپل الوتل دومره د کمال دي، هغۀ د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خِرامِ ناز سره نشو تللے، که حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل نُوراني او نبوي مزل کولو نو بيا به د هٰغې رفتار څۀ حالت وو۔۔۔؟
بيا پۀ دې ځائے کښې د وجود مبارک لطافت ته هم غور وکړئ! مونږ څو کرته اوريدلي دي، پۀ روايتونو کښي موجود دي چې د معراج پۀ شپه چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سِدرةُ المنتہیٰ ته ورسيدلو نو حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام ودريدلو، ارشاد يـې وفرمائيلو: جبريله! مخکښي ولې نه ځې؟ عرض يـې وکړو: لَوْ دَنَوْتُ اُنْمُلَةً لَاِحْتَرَقْتُ يعنې يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! که چرې زۀ د يوې ګوتې برابر هم