Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

شرکت کوي۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د نـمونځ کولو فائدې او د نه کولو نقصانونه

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه د جشنِ ولادت کوونکي هم يو او نـمونځ ګزاره هم يو، نـمونځ زمونږه د آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو يخ والے دے، ځکه د نـمونځ ښه پابندي کوئ! خاص طور سبا پۀ ميلاد شريف او د ميلاد پۀ جلوس کښې پۀ مصروفياتو کښې هم د نـمونځونو د وختونو پوره خيال وساتئ! داسې نه وي چې د ميلاد پۀ خوشحالۍ کولو کښې (مَعَاذَ الله!) نـمونځونه قضا کړو * نـمونځ وړومبۍ فريضه ده * نـمونځ د تيارۀ قبر رڼا ده * نـمونځ د قبر د عذاب نه بچ کوي * نـمونځ د قيامت پۀ ورځ پۀ ګرمۍ کښې سورے دے * نـمونځ د پل صراط د پاره اساني ده * نـمونځ د دوزخ د وور نه بچ کوي * د نـمونځ سره رحمت نازليږي * د نـمونځ سره ګناهونه معاف کيږي * د دعاګانو د قبليدو ذريعه ده * نـمونځ د بيمارو نه بچ کول کوي * د نـمونځ سره بدن ته سکون ميلاويږي * د نـمونځ سره پۀ رزق کښې برکت راځي * نـمونځ د بے حيايۍ او د بدو کارونو نه بچ کول کوي ([1]) * او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د خدائے قرب او د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قرب عطا کوي۔ الله پاک دې مونږه ټولو ته د پوخ رښتيني نـمونځ ګزاره جوړيدو توفيق راعطا کړي او رښتوني عاشقِ رسول، پاخه ميلاديان مو دې هم جوړ کړي۔

 

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔


 

 



[1]... فیضان نماز، صفحہ:10 ملتقطاً۔