Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi
محبوبِ خُدا، حاکِمِ مخلوقِ اِلٰہی مخلوقِ خُدا تا بِعِ فرمانِ مُحَمَّد([1])
وضاحت: الله پاک خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې بے مثاله جوړ کړو چې د هغوئي پۀ شان بل څوک کيدل هډو ممکن نه دي، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان به مخلوق ته څۀ معلوم وي؟ د هغوئي حقيقي شانونه خو رَبّ ته معلوم دي، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک د مخلوق حاکم دے، ټول مخلوق د هغوئي د خبرې منلو پابند دي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې ځائے کښې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ټولو نبيانو باندې خپل فضيلت بيان کړو، د دې نه معلومه شوه چې صَفِيُّ الله کيدل هم لوئے شان دے، خَليلُ الله کيدل هم لوئے شان دے، کَليمُ الله کيدل هم لوئے شان دے، رُوحُ الله کيدل هم لوئے شان دے خو حبيبُ الله کيدل د ټولو نه لوئے شان دے۔
پۀ ټول مخلوق کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څۀ شان دے دا اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه داسې بيان کړے دے:
مغز ہو تم اور پوست اور ہیں باہَر کے دوست تم ہو درونِ سَرا تم پہ کروڑوں دُرود([2])
وضاحت: اګر چې مغز او پوستکے يوځائےشي نو ميوه وغيره جوړيږي خو د مغز اهميت د پوستکي نه زيات وي، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم