Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

شوے دے، داسې نبيانو او فرښتو ته هم نه دے عطا کړے شوے * چې څنګه د محسوسولو طاقت رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے شوے دے، داسې نبيانو او فرښتو ته هم نه دے ورکړے شوے * چې څنګه عقل هغوئي ته عطا شولو، داسې چا ته هم ورنکړے شو * چې څنګه رُوح مقدس هغوئي ته عطا کړے شوے دے، داسې رُوح مقدس هم د بَل چا نشته۔

راځئ چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې خصوصي شانونو څۀ لږ شان بيان واورو:

(1): د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رفتار مبارَک

  د ټولو نه وړومبے د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رفتار مبارک ته وګورئ! مونږ ته معلومه ده چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شپې پۀ يوه مختصره حصه کښې معراج له تشريف يوړلو او بيا يـې واپس هم تشريف راوړلو، وخت څومره تير شوے وو، لا بستره مبارکه يـې ګرمه وه، د دروازے کُنډه لا خوزيدله، د اودس اوبه بهيدلې۔

دا رفتار مبارک څومره جوړيږي، د دې مونږه سرسري جائزه اخلو او ګورو۔ اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: * د زمکې نه د سِدرَةُ المنتہیٰ فاصله 50 زره کاله لار ده * د دې نه پس مُستَویٰ * د هغې نه پس الله پاک ته معلومه ده * د هغې نه پس د عرش 70 حجابونه دي * د هر يو حجاب نه تر بَل حجابه پورې 500 کاله فاصله ده * دا ټوله 35 زره کاله فاصله شوه * 35 زره کاله لاره دا * 50 زره کاله لاره د زمکې نه تر سِدرَةُ المنتہیٰ پورې دا ټوله 85 زره کاله فاصله شوه