Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

الٰہی خوب دے شوق قرآں کی تلاوت کا                                                                                                                              شَرَف دے گنبدِ خضرا کے سائے میں شہادت کا

د سُنَّتو پابندي کوئ۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژوند زمونږ د پاره د رول ماډل حيثيت لري، الله پاک د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژوند مبارک زمونږ د پاره بهترينه نمونه ګرځولې ده، پۀ قرآنِ کريم کښې الله پاک ارشاد فرمائي:

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ (پارہ:21، احزاب:21)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه ستاسو د پاره د الله پۀ رسول کښې بهترينه نمونه موجوده ده۔

 

معلومه شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سيرت کښې د پيروۍ کولو د پاره بهترينه طريقه موجود ده د کومې حق چې دا دے چې د هغوئي اقتدا او پيروي وکړے شي۔

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مونږه عاشقانِ رسول يو نو مونږ له خپل ژوند څنګه تيرول پکار دي؟ داسې ژوند تيرول پکار دي څنګه چې زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تير کړے وو * د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ مبارک باندې ښکلې ګيره مبارکه وه او د ګيرو خريونکو نه به يـې د سختې ناراضګۍ اظهار فرمائيلو، مونږ له هم پکار دي چې مونږه هم خپل مخونه پۀ ګيرو باندې ښائسته کړو او د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ناراضه کولو پۀ ځائے د هغوئي د کرم د نظر حقدار جوړ شو * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به سپينې جامې خوښولې، مونږ له پکار دي چې مونږ د سُنَّتو مطابق جامې اغوندو * د هغوئي به اکثر عمامه مبارکه پۀ سر وه، پۀ نـمونځ کښي به يـې هم زياتره عمامه مبارکه استعمالوله، مونږ له هم پکار دي چې