Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

د ټولو نه د اوچتې مرتبے والا نبي

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے    صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه د اوچتې مرتبے والا نبي دے * کومه مرتبه * کوم مقام * کوم فضيلت * کوم شان * کوم عظمت * کوم عزت * کوم قُرب * کومې درجې * کوم اوچت والے * کوم عُرُوج چې رَبِّ رحمان * مالکِ کائنات * خالقِ کائنات خپل محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے دے، داسې مرتبه، داسې مقام، داسې عظمت، داسې شان، داسې قُرب، داسې عُرُوج نۀ مخکښي چا ته ميلاؤ شوے دے او نۀ چا ته بيا ميلاويدے شي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښي فرمائي:

تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰى بَعْضٍۘ-مِنْهُمْ مَّنْ كَلَّمَ اللّٰهُ وَ رَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍؕ   (پارہ:3، سورۂ بقرہ:253)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا رسولان دي مونږ په دوئي کښې يو ته پۀ بل باندې فضيلت عطا کړو، پۀ دوئي کښې بعضو سره الله کلام فرمائيلے او څوک هغۀ دے چې هغۀ ته يـې پۀ ټولو باندې پۀ درجو اوچتوالے عطا کړو۔

 

پۀ دې آيت مبارک کښې صفا وفرمائيلے شول:

وَ رَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍؕ

يعنې يو نبي هغۀ دے، کوم ته چې پۀ ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام باندې پۀ درجو اوچت والے عطا کړے شو، د عِلمِ تفسير ټول علمائے کرام بلکې امام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ټول اُمَّت پۀ دې باندې اتفاق دے چې دا يو نبي کوم ته چې پۀ ټولو باندې پۀ درجو فضيلت ورکړے شوے دے، د دې نه مُراد زما او ستاسو آقا، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم