Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi
دے۔ ([1])
ځکه خو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وائي:
سب سے اَوْلیٰ و اَعْلیٰ ہمارا نبی سب سے بالا و والا ہمارا نبی
خَلْق سے اَوْلیا، اَوْلیا سے رُسُل اور رسولوں سے اعلیٰ ہمارا نبی([2])
وضاحت: اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کمال کړے دے۔۔۔!! د شعر وزن هم نه ماتيږي، د لفظونو حُسن هم پۀ ځائے دے، د ادب هم ټولې تقاضې پوره دي، بيا د دې سره سره ترتيب ته وګورئ! څومره ښکلے ترتيب يـې لګولے دے۔ * د ټولو نه وړومبۍ مرتبه د عامو خلقو ده * د عام مخلوق نه اوليائے کرام افضل دي * پۀ ټولو اُمَّتونو کښې د ټولو نه د اوچتې مرتبے والا وَليِ حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے * د هغوئي نه اوچته مرتبه د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ده * د انبيائے کرامو نه اوچته مرتبه د رسولانو ده * بيا پۀ رسولانو کښې د ټولو نه د اوچتې مرتبے رسول زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے۔
خُدا کے بعد افضل جاننا تم کو دو عالم سے یہی تو ہے ہمارا دِین و ایماں یارسولَ اللہ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ آيت مبارک باندې لږ غور وکړئ! الله پاک وفرمائيل:
وَ رَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍؕ (پارہ:3، سورۂ بقرہ:253)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک هغۀ دے چې هغۀ ته يـې پۀ ټولو باندې پۀ درجو اوچتوالے عطا کړو۔