Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi
وفرمائيل: ستا د زړۀ مرض دے، د حارِث ثَقَفِي خوا له لاړ شه! هغۀ طبيب دے، هغوئي ته ووايه چې عجوه کجوره سره د هډوکي وټکوي او تا له يـې درکړي۔ د دې سره به دې آرام نصيب شي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته غور وکړئ! اوس سائنسي دور دے، جديد ټيکنالوجيز راغلي دي د دې باوجود چې کله څوک د زړۀ مريض شي نو څۀ کوي؟ د ټولو نه وړومبے E.C.G کيږي، د دې نه پته ولګي چې زړۀ بيمار هم دے که نه دے۔ که رپورټ راشي نو که پۀ زړۀ کښې څۀ مسئله وي نو اِيکو کولے شي، انجيو ګرافي کولے شي، بيا پته لګي چې پۀ زړۀ کښي څۀ مسئله ده۔ بيا د دې نه پس علاج شروع شي، قربان شم! د دواړو جهانونو د طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه څومره ځانګړے شان يـې دے۔ د سينې نه يـې کپړه هم لرې نکړه، بره يـې پرې لاس کيښودے دے، اي سي جي يـې هم وشوه، اِيکو يـې هم وشوه، انجيو ګرافي يـې هم وشوه او عِلاج يـې ورته هم تجويز کړو۔
د مسلم شريف حديثِ پاک دے۔ حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مسلمان او د غير مسلمه د رُوح قبض کولو حال بيان کړو، اوئې فرمائيل: چې کله د مؤمِن رُوح قبض کولے شي نو اسمان والا فرښتے وائي: نن د زمکې د طرف نه څومره ښکلې خوشبو راځي او چې کله د غير مسلمه رُوح د بدن نه ويستلے شي نو د هغې نه بد بوئي خوريږي، د اسمان والا وائي: دا