Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د لوئے رحمت عطا کيدونکې شپه

يو ځل نيمه شپه وه، د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام حَوّاريانو (يعنې پۀ هغوئي باندې ايمان راوړنکو خوش قِسمتو) نـمونځ ادا کړو، بيا د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام خوا ته راجمع شول۔ دا يوه ځانګړې شپه وه، نا اشنا شپه وه، کومه شپه وه؟ پخپله يـې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د خُلې مبارکې نه واورئ!

هغوئي خپلو حواريانو ته وفرمائيل: نن هٰغه شپه ده کومه چې به د مسيحا رسول (يعنې مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) پۀ زمانه کښې هر کال د جشن پۀ طور باندې نمانځلے شي، ځکه زۀ نه غواړم چې نن مونږه اوده شو بلکې چي نن مونږ د خپل رَبِّ کريم پۀ حضور کښې 100 کرته سر ټيټ کړو او نـمونځ ادا کړو، د خپل رَبّ پۀ حضور کښې


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1۔