Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

اے رضا خود صاحِبِ قرآں ہے مَدَّاحِ حضور

تجھ سے کب ممکن ہے پھر مِدْحت رسولُ اللہ کی ([1])

د چا تعريفونه چې رَبِّ کائنات پۀ قرآن کښې کوي، د هغوئي د تعريف حق زمونږ پۀ شان ادنیٰ غلامان څنګه ادا کولے شو۔۔۔؟؟ بس مونږ ته هم دا ارمان کول پکار دي چې الله پاک دې مونږه د داسې عظيمُ الشانه، بے مثله او بے مثاله، ښه خصلتونو والا او باکماله آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رښتوني غلام، با عمله او شکر ګزاره اُمَّتي جوړيدو توفيق راعطا کړي! کاش چې پۀ زړۀ کښې د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې شمعې بَلې شي چېې دُنيا خو لا څۀ کړې چې قبر هم پۀ هٰغه شمعو باندې روښانه شي۔

لحد میں عشقِ رُخِ شَہ کاداغ لے کے چلے                                                                                                                                اندھیری رات سنی تھی، چراغ لے کے چلے ([2])

وضاحت: اوريدلي مو دي چې د قبر شپه تيارۀ ده، نو مونږ پۀ زړۀ کښې عشقِ رسول کښينولے دے، دا هٰغه شمع ده، کومه چې به تيارۀ قبر روښانه کړي۔

د جشنِ ولادت پۀ خوشحالۍ کښې روژه ونيسئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خپل آقا، کريم آقا، رحيم آقا، د مدينے والا مصطفٰے    صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ادا به ادا کوو او د جشنِ ولادت پۀ خوشحالۍ کښې به روژه هم نيسو۔

ياد ساتئ چې دا نفلي روژه ده، څوک يـې چې نيولے شي، پۀ صحت روغ وي نو روژه ورله نيول پکار ده۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د ثواب پۀ طمع يوه نفلي روژه


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:153۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:369۔