Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi
ہر عبادت سے برتر عبادت نماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نماز
قلبِ غمگیں کا سامانِ فرحت نماز ہے مریضوں کو پیغامِ صحّت نماز
پیارے آقا کی آنکھوں کی ٹھنڈ ک ہے یہ قلبِ شاہِ مدینہ کی راحت نماز
بھائیو! گر خدا کی رِضا چاہئے آپ پڑھتے رہیں باجماعت نماز
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن چي مونږه دچاجشنِ ولادت کوو، پۀ هغوئي باندې قرآنِ کريم نازل شو، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ کثرت سره د قرآنِ کريم تلاوت کولو۔ پۀ يو روايت کښې دي: زما د اُمَّت افضل عبادت د قرآن تلاوت دے۔ ([1])
ځکه مونږ ته د قرآنِ پاک د تلاوت عادت جوړول پکار دي۔ د قرآنِ کريم تلاوت هم کوئ او قرآنِ کريم پۀ صحيح طريقه لوستل هم زده کړئ۔ د بده قسمته نن سبا ډيرو خلقو ته د صحيح تجويد او مخارج سره د قرآنِ کريم لوستل هم نه ورځي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د قرآنِ کريم فيضان عام کوونکے دِيني تحريک دے۔ قرآنِ کريم پۀ صحيح طريقه د لوستلو زده کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي د شعبے مدرسة الـمدينه بالغان فيضان حاصل کړئ! پۀ مدرسة الـمدينه بالغان کښې د زيات عمر اِسلامي وروڼو ته د تجويد سره د قرآنِ کريم لوستل ښودلے شي او ورسره ورسره بنيادي ضروري احکام او مسئلې او سُنَّت او آداب هم ښودلے شي، تاسو هم پۀ مدرسة الـمدينه بالغان کښې شرکت وکړئ او د تجويد سره د قرآنِ کريم لوستل زده کړئ۔